اجازه به ورنه کړو چې له ایران سره اړیکې د نورو اړخونو تر اغیز لاندې راشی/ د ایران د حقابې مسله د تفاهم سره حل ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې له هېوادونو سره اړیکي یې د نورو له لوري تر تاثیر لاندې شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر نن چهارشنبه د مرغومی په ۱۹ مه په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت له نوی سرپرست علیرضا بیکدلی سره وکتل.

د بیګدلي د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا او اقتصادي همکاریو په زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي.

هغه د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو تفاهم لیکونوته په اشارې زیاته کړه، له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا غوښتونکي دي.

 د ایران د سفارت سرپرست د حکومت سیاسي مرستیال ته بلنه ورکړه چې ایران ته سفر وکړي.

مولوي عبدالکبیر وویل اسلامي امارت له ایران سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی  او وې ویل، ایراني پانګوال او سوداګر دې په افغانستان کې پانګونې وکړي.

هغه تاکید وکړ سلامي امارت اجازه نه ورکوي چې له هېوادونو سره اړیکي یې د نورو له لوري تر تاثیر لاندې شي، بلکې افغانستان د سیمه ییز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په هڅه کې دی.

 مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو د کوربتوب له امله له ایران څخه د مننې ترڅنګ وویل، افغان کډوالو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې شي. له هغوی سره دې نرمي وشي او د افغان کدوالو له اجباري ایستلو دې ډډه وشي.

 د سرپرست حکومت د سیاسي مرستیال په وینا په افغانستان کې داسې عوامل نشته چې د ایران او افغانستان اړیکې خرابې کړي.

 هغه زياته کړه: دا مهال په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او قاچاق پایته رسېدلی او د ایران او افغانستان تر منځ د حقابې مسئله په تفاهم سره حل شوې ده. په دې برخه کې غیرمسؤولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي اغېز کولای شي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .